د لاسرسي لېنکونه

اوکراین کې د روس پلوه بېلتونپالو مشر له مرګونې حملې روغ پاته شوی


راپورونه وايي، د اوکراين په ختيځ لوهانسک کې د روس-پلوه بېلتونپالو مشر ايګور پلوتنيڅکي پرون د ده د قتل تر هڅې وروسته اوس په ثابت روغتيايي وضعيت کې دى.

انټرفاکس خبري اژانس نن د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړ، هغه روغتون چې پلوتنيڅکي په کې تداوي کېږي ويلي چې د ده صحي وضعيت ثابت دى.

پلوتنيڅکي د هغې ډلې مشري کوي چې ځان د لوهانسک د خلکو جمهوريت ګڼي.

د دې اژانس په حواله دى په هغه چاودنه کې ټپي شو چې د لوهانسک په مربوطاتو کې يې موټر ته نژدې وشوه.

که څه هم بېلتونپالو دا حمله د اوکراين د امنيتي خدماتو د ادارې کار بللى، خو د اوکراين په ختيځ کې امنيتي چارواکو دا تور رد کړى دى.

XS
SM
MD
LG