د لاسرسي لېنکونه

د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي په حلب کې نن هم خال- خال شخړې روانې دي.

د سوريې د اپوزيسيون جنګياليو پرون ويلي وو چې دوى پر دې ښار د حکومت د درېيو اوونيو محاصره ماته کړې ده.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د حلب په جنوب کې پرانيستل شوى سړک د ملکيانو لپاره ډېر خطرناک دى، ځکه هلته خال-خال شخړې او هوايي حملې کېږي.

بلخوا په استانبول کې دېره د سوريې د اپوزيسيون ملي ائتلاف ويلي، دوى پرون د سوريې د دولتي ځواکونو پرضد د مبارزې په مرسته وتوانېدل دغه محاصره ماته کړي، اپوزيسيون وايي روسيه د سوريې د ځواکونو ملاتړ کوي.

د اپوزيسيون جنګياليو او سخت دريځو وسله والو تېره اوونۍ د محاصرې د ختمولو لپاره سختې حملې پيل کړې.

دغه محاصره د جولاى له ١٧مې روانه وه او اټکل کېږي چې د حلب په ختيځو سيمو کې به شا و خوا دوه نيم لکه ملکيان راګير پاتې وي.

د سوريې دولتي ټلويزيون د حلب د محاصرې د ماتېدو خبرونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG