د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایي چې نورو سوداګريزو لارو ته د افغانستان لاسرسي له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزه راکړه ورکړه کمه کړې ده.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې مخکې افغانستان له پاکستان سره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګرۍ درلوده چې اوس یونیم میلیارده ته را کښته شوې ده.

پسرلي وویل چې په افغانستان کې بدیلې لارې لکه چابهار بندر او بندر عباس هغه نوې لارې دي چې له پاکستان سره د سوداګرې کچه یې را ټیټه کړې ده.

XS
SM
MD
LG