د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

افغانستان هڅه کوي له ترورېزم سره مبارزه کې سیمه‌ییز ملاتړ خپل کړي


افغان چارواکي وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمې د هېوادونو د لا زیات ملاتړ جلبولو او له افغان ځواکونو سره د یادو هېوادونو د همکارۍ په هدف هڅې روانې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ایران ته د محمد حنیف اتمر سفر هم د همدغو هڅو برخه بولي او وایي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پياوړتیا په هدف باید له دغو هېوادونو سره واضح خبرې وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه زیات کړي او هڅه کوي چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمې لا زیات ملاتړ ترلاسه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د دې مطلب په څرګندولو سره وايي چې ښاغلی اتمر هڅه کوي چې د افغانستان په اړه ځینې لازم وضاحتونه له سیمه ییزو متحدو هېوادونو سره شریک کړي.

حنیف اتمر
حنیف اتمر

ښاغلي غورځنګ د یکشنبې په ورځ ایران ته د محمد حنیف اتمر وروستي سفر ته په اشارې ازادي راډیوته وویل د دې سفرونه یو هدف داهم دی چې افغانستان ته د سیمې د هېوادونو پوځي همکارۍ را جلب کړي.

هغه زیاته کړه:

"په داسې یو پړاو کې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له تروریزم سره په جګړه کې هره ورځ قرباني ورکوي او د دې جګړې د ګټلو لپاره یو جدي اړتیا ده چې افغان ځواکونه تجهیز شي او همدارنګه د دې مبارزې لپاره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي د دغو دوو هدفونو لپاره سفرونه اړین وو."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د شنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت شورا د رییس علي شمخاني په بلنه تهران ته تللی.

حنیف اتمر د خپل ایراني سیال علي شمخاني په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
حنیف اتمر د خپل ایراني سیال علي شمخاني په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له رییس سره لیده کاته کړي او ټاکل شوې چې د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره هم په یوشمېر سیاسي او امنتي مسایلو خبرې وکړي.

د هغه په وینا، په دې سفر کې له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د کښت او قاچاق او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې د امنیت د خونديتوب په برخه کې ځینې قردادونه هم لاسلیک شول.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له ایران وړاندې چین، روسیې، هند، اذربایجان او د سیمې یوشمېر نور هېوادونو ته هم سفرونه درلودل او هڅې یې کړې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یاد هېوادونو همکارۍ ته وهڅوي او افغان امنیتي ځواکونو لپاره پوځي مرستې ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د افغان چارواکو دا ډول هڅې ګټورې بولي او ټینګار کوي چې د سفرونو جزییات باید له خلکو سره شریک کړای شي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي وايي:

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي

"محمد حنیف اتمر که ایران او که بل هر هېواد ته ځي باید د افغانستان ملت ترې خبر وي چې دوی له ګاونډیانو څه غواړي او په افغانستان کې څه ډول امنیت راتلای شي او که خبر نه وي او د پردې تر شاه خبرې وي نو کومه ګټه هم نه رسوي."

افغان حکومت په تېرو څو میاشتو کې توانېدلی چې د تروریزم په وړاندې په روانه مبارزه کې د سیمې د هېوادونو ملاتړ او له افغان ځواکونو سره د دې هېوادونو همکاري ترلاسه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونو ته محمد حنیف اتمر سفرونه اړین دي او حکومت هڅه کوي چې د یوې سیمه ییزې اجماع په چوکاټ کې د تروریزم پر وړاندې مبارزه نور هم جدي کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG