د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د برازيل په ريو دي ژينيرو ښار کې د سږنيو المپيک مسابقو په لړ کې چې پر پيل يې دوې ورځې تېرېږي، اسټراليا د سرو زرو د دوو او د برونزو د يوه مډال په ګټلو سره د فهرست په سر کې ځاى لري.

د اسټراليا دوو لوبغاړو په لامبو وهلو کې د سرو زرو مډالونه وګټل او بل تن يې په نښه ويشتلو کې د برونزو مډال خپل کړ.

هنګري په دويم کتار کې راځي چې تر اوسه يې د سرو زرو دوه مډالونه ګټلي دي.

د دغه هېواد بل لوبغاړي په توره وهلو کې او بل په لامبو وهلو کې د سرو زرو مډالونه اخيستي دي.

په همدې ترتيب د امريکا متحده ايالات، جنوبي کوريا، جاپان، ارجنټاين، بلجيم روسيه، ټايلنډ او ويټنام توانېدلي چې د سرو زرو يو- يو مډالونه وګټي.

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له جملې تر اوسه ازبکستان توانېدلى په جودو کې د برونزو يو مډال وګټي.

په ٤٢ سپورټي رشتو کې دغه مسابقې به د اګست مياشتې تر ٢١مې پورې روانې وي.

XS
SM
MD
LG