د لاسرسي لېنکونه

په بغلان کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د حکومت اووه مخالف وسله وال وژل شوي او له شلو زیات یې ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امیر ګل حسین خېل وايي دغه عملیات د بغلان د کرکر او چم قلعې په سیمه کې پیل شوي دي.

حسین خیل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه عملیات به د بغلان نورو سیمو ته هم وغځیږي.

د بغلان د امنیت امر په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو د اوښتې مرګ ژوبله په اړه څه ونه ویل.

د یوبل خبر له مخې په لغمان کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په وسله واله نښته کې د محلي پولیسو یو قوماندان ووژل شو.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي نښته تېر ماښام د حکیم اباد په سیمه کې شوې چې د سید احمد په نوم د محلي پولیسو یو قوماندان پکې ووژل شو.

طالبانو د پېښې مسولیت منلی او ادعا کوي چې د سید احمد سربېره یې د هغه دوه ملګري هم وژلي دي.

XS
SM
MD
LG