د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

نړۍ

پاکستان وايي یو امریکايي چې نوم یې تور لیست کې و نیولی

د پاکستان چارواکي وايي یو امریکايي چې څو کاله مخکې له دې هېواده ایستل شوی او په تور لیست کې شامل و، بېرته پاکستان ته په ستنېدو نیول شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین پرون وویل، پولیسو د ماټیو کریګ باریټ په نوم دا امریکايي په اسلام اباد کې په یو مېلمستون کې نیولی دی.

دا ۳۳ کلن سړی څلور کاله مخکې وروسته له هغې چې د فتح جنګ په سیمه کې د پاکستان د پوځ د پټو تحقیقاتي تاسیساتو نژدې ولیدل شو، له دې هېواده و ایستل شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي باریټ د پخوانۍ نیونې په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل که څوک په تور لیست کې شامل وي، نو ښايي جدي سبب ولري.

ښاغلي باریټ مخکې له دې چې له پاکستان څخه و ایستل شي په دې هېواد کېڅلور کاله ژوند کړی و، نوموړي له یوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړی او دوه ماشومان لري.

نوموړې په یو لیک کې چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یې له زندان څخه د ګارډین ورځپاڼې ته استولی د جاسوسۍ تور په کلکه رد کړی و.

نوموړې هغه مهال ویلي و چې د اسلام اباد او امریکا په اړیکو کې د راغلې ترینګلتیا قربانی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ولسمشر بایډن له اوکراین سره د مرستو تصویب شوې لایحه توشیح کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پوځي مرستو د بستې هغه لایحه توشیح کړه چې تر دې څو ساعته مخکې د امریکا مشرانو جرګې تصویب کړې وه.

هغه ویلي اوکراین ته به په څو ساعتونو کې د څه کم ۶۱ ملیار ډالرو په ارزښت د امریکا د دغې پوځي مرستې رسول پیل شي.

په سپینه ماڼۍ کې د دې لایحې تر لاسلیک وروسته ولسمشر بایډن وویل، د مرستو دغې بستې ثابته کړه چې امریکا او متحدان یې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې د اوکراین بشپړ ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، د دې مرستې تصویب مهم و چې وښيي موږ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په وړاندې درېږو.

د مرستو په دغه بسته کې د اوکراین لپاره څه کم ۶۱ ملیارد ډالره ځانګړي شوي، ۲۶ ملیارد ډالره د اسرائیل او څه باندې ۸ ملیارد ډالره په هندوپسفیک یا هند- ارام سمندرګي سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره اختصاص شوي دي.

راپورونه: د ایران د رژیم یو مخالف سندرغاړی توماج صالحي په مرګ محکوم شوی

توماج صالحي
توماج صالحي

د ایران یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د رژیم یو مخالف رپ سندرغاړی توماج صالحي چې په زندان کې دی، په اصفهان کې د یوې محکمې له خوا په مرګ محکوم شوی دی.

شرق ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې صالحي په ۲۰۲۲م کال کې په اعتراضونو کې د خپل ګډون له کبله د بند شپږکلنه موده تېروي.

هغو اعتراضونو د څو میاشتو لپاره ایران ته ټکان ورکړی و.

د توماج صالحي مدافع وکیل امیر ریسیان دغې اصلاح غوښتونکې ورځپاڼې ته ویلي، پر موکل یې پر ځمکه د فساد خپرولو تازه تور لګول شوی او په مرګ محکوم شوی دی.

هغه ویلي دوی به د استیناف غوښتنه وکړي.

د ایټالیا پولیسو د تاجکستان ۸ سیاسي فعالان نیولي

د ایټالیا پولیس - ارشیف
د ایټالیا پولیس - ارشیف

د تاجکستان د اپوزیسیون یوې ډلې فعالانو نن وویل چې په ایټالیا کې پولیسو د دوی اته تنه د سې شنبې په ورځ نیولي دي.

د تاجکستان د څلرویشت ډلې په نوم د اپوزیسیون یو شمېر فعالان له اروپایي هېوادونو څخه د ایټالیا پلازمېنې روم ته تللي دي.

دوی غواړي چې ایټالیا ته د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د سفر پرمهال په یوه لاریون کې برخه واخلي او د هغه پر تګلارو انتقاد وکړي.

امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ ایټالیا ته په رسمي سفر ولاړ.

د څلرویشت ډلې موسس عمرعلي قوت اوف د دوه زره پنځلسم کال په مارچ کې د ترکیې په استانبول کې وژل شوی و.

روسي چارواکي:اوکرایني بې پيلوټه الوتکو مو په سمولینسک کې د تېلو او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي

ارشیف
ارشیف

د روسیې د سمولینسک سیمې چارواکي واسیلي انوخین نن په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د دوی د سیمې د تېلو او انرژۍ پر تاسیساتو د اوکرایني ډرون الوتکو د برید له امله اور لګېدلی دی.

انوخین زیاتوي چې تلفات نه دي اوښتی او اور د بېړنیو چارو د ادارې کارکوونکو مړ کړی دی.

د برېتانیا صدراعظم نن خپل جرمني سیال سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو غږیږي

د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک
د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک

د برېتانیا صدراعظم ریشي سوناک به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره نن پر امنیتي او دفاعي چارو خبرې وکړي.

ریشي سوناک اتلس میاشتې مخکې د برېتانیا صدراعظم شو او له صدرات راوروسته یې دا برلین ته لومړی سفر دی.

اټکل کیږي چې دوی به تر ډيره د اوکراین پر مسالې تمرکز وکړي او په اروپا کې به د ناټو د هوایي دفاع د پیاوړتیا پر مسالې وغږیږي.

امریکا پر ایران نور بندیزونه ولګول

د امریکا او ایران بیرغونه
د امریکا او ایران بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ایران نور بندیزونه ولګول.

په دې بندیزونو کې چې پرون د خزانې وزارت اعلان کړل، ۴ کسان او هغه دوه شرکتونه شامل دي چې د خزانې وزارت د بیان له مخې د ایران د پوځ په لارښوونه په ورانکارو سایبري فعالیتونو کې ښکېل وو.

پر دې سربېره د امریکا د عدلیې وزارت او د تحقیقاتو فدرال ادارې اعلان کړی چې په دې بندیزونو کې شامل ۴ کسانو پر امریکايي موسسو په سایبري حملو کې لاس درلود.

بایډن: اوکراین سره د پوځي مرستو تصویب شوې لایحه به سمدستي توشیح کړم

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي له اوکراین او نورو هېوادونو سره د دې هېواد د مرستو هغه لایحه به سمدستي توشیح کړي چې د مشرانو جرګې پرون ناوخته تصویب کړه او اوکراین ته د پوځي مرستو بیاپیل ته لاره اواروي.

ښاغلي بایډن بېګا په یوه بیان کې وویل، د مرستو دا لایحه به چې کله د ده دفتر ته ورسېږي سمدستي توشیح کړي او بیا به د امریکا خلکو ته وینا وکړي.

بایډن زیاته کړه چې د نوموړې لایحې له توشیح وروسته به په روانه اوونۍ کې اوکراین ته د وسلو او تجهیزاتو د استولو لړۍ پیل شي.

د ۹۵ میلیارد ډالر په ارزښت د امریکا د مرستې دا لایحه د استازو جرګې له څو میاشتني ځنډ وروسته د تېرې شنبې په ورځ تصویب کړه خو سنا پرون په ډېرې اسانۍ سره تایید کړه.

په دې مرسته کې څه باندې شپېته میلیارد ډالر د اوکراین لپاره ځانګړي شوي دي.

د سنا د اکثریت د مشر چک شومر په وینا، د دې مرستو پاتې برخه له غزې نیولې تر سوډانه په جګړو کې د ایسارو ملکي وګړو لپاره ځانګړې شوې.

ملګري ملتونه: د غزې په دوو لویو روغتونونو کې موندل شوي ډله ییز قبرونه دې وڅېړل شي

یو موندل شوی ډله ییز قبر
یو موندل شوی ډله ییز قبر

ملګرو ملتونو د غزې د تړانګې په دوو لویو روغتونو کې د موندل شویو ډله ییزو قبرونو په اړه د رڼو او بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې.

په دې روغتونونو کې اسراییلو پوځي عملیات کړي وو.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل، څېړونکي باید اړوندو ساحو ته د ورتګ اجازه ولري او زیاته یې کړه چې ژورنالېستانو ته هم په غزه کې په دې اړه د راپور ورکولو لپاره باید د خوندي کار اجازه ورکړل شي.

پرون له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر تورک وویل چې د غزې د الشفا روغتیايي مرکز او د خان یونس د الناصر روغتون د ورانېدو د خبر په اورېدو بوږنېدلی دی.

غزه کې پر یوه روغتون بیا برید شوی

د غزې د ویجاړ شوي ښار یوه څنډه
د غزې د ویجاړ شوي ښار یوه څنډه

د غزې د نوازه په سیمه کې د العوده – نصیرات روغتون د اداري ودانۍ پنځم پوړ او چت تر برید لاندې نیول شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۳ مه) په ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې د جګړې له ښکیلو خواوو څخه وغوښتل چې په روغتونونو له برید او پوځې کاروونې ډډه وکړي او د اوربند او سولې لپاره کار وکړي.

ګبرسیوس دا هم لیکلي چې په نصیرات روغتون وروستي برید له امله د یاد روغتون د بریښنا سولري سیسټم خرابه شوی دی. د روغتون د اوبو او تېلو زیرمو ته هم د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی دی.

نصیرات – العوده روغتون هره ورځ لږ تر لږه ۱۲۰۰ ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کوي او شاوخوا 209 کارکوونکي لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې برید سره، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو له جملې څخه، ۳۱ روغتونونه زیانمن شوي.

یوې محکمې د رحماني هغه غوښتنه چې د امریکا د ادارو پریکړه یې ننګوله رد کړه

میر رحمان رحماني د تېر جمهوري نظام د پارلمان رییس
میر رحمان رحماني د تېر جمهوري نظام د پارلمان رییس

یو بریتانوي حقوقي ویب پاڼې خبر ورکړی دی چې د امریکا د کولمبیا سیمه ایزې محکمې د افغانستان د پرځول شوي حکومت د ولسي جرګې د پخواني ریس میر رحمان رحماني او د هغه د زوی اجمل رحماني هغه غوښتنه رد کړې چې دې دواړو او دوی سره د تړلو بنسټونو په اړه یې د امریکا د حکومت د دوو ادارو له خوا د شوې پریکړې ننګول غوښتل.

د ګلوبل سنکشنز ویب پاڼې د اپریل په ۲۳ مه د سه شنبې په ورځ په دې اړه د اپریل د ۱۹ مې نیټې یو قضايي سند هم خپور کړی دی. دا ویب پاڼه نړیوال بندیزونه په ځانګړې توګه هغه بندیزونه چې د امریکا متحده ایالتونو له خوا لګول کیږي تعقیبوي.

خو له هغه قضايي سند څخه چې د اپریل په ۱۹مه خپور شوی، ښکاري چې دا قضیه پای ته نه ده رسېدلې او قضايي بهیر به دوام وکړي.

تر دې مخکې د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۲۳ م کال د ډیسمبر د میاشتې په یولسمه نیټه پر میر رحمان رجماني، زوی یې اجمل رحماني او په دوی پورې اړوند ۴۴ بنسټونو د هغه څه له کبله چې د افغانستان له پولو وتلي فساد کې یې د دوی ښکیتیا بللې وه بندیز لګولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په همدې نیټه د یوې مفصلې اعلامیې په یوه برخه کې رحمانيان د سون د هغو موادو له قراردادونو څخه د میلونونو ډالرو په غلا تورن کړي وو چې د امریکا متحده ایالتونو یې لګښت ورکوه.

خو هغه مهال میر رحمان رحماني په خپل فیسبوک کې یوې خپرې کړې ګډې اعلامیې پر ده او زوی یې د امریکايي ادارو تورونه په بشپړه توګه رد کړل.

د افغانستان په پرځول شوي جمهوریت کې اداري فساد یوه له لویو ستونزو ګڼل کیده.

تصحیح: دا خبر د نور معلوماتو د زیاتولو په خاطر اپډیټ شو

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG