د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

مالیې وزارت د عامه مالي چارو د مدیرت ۵ کلنه کړنلاره معرفي کړه


د افغانستان د مالیې وزارت د عامه مالي چارو د مدیریت پنځه کلنه نوې جوړه شوې کړنلاره معرفي کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې کړنلارې د معرفي کېدو په غونډه کې وویل د یادې کړنلارې په پلي کېدو سره به د دولت په عوایدو کې دوه چنده زیاتوالی راشي او هم به د شفافې حساب ورکونې په برخه کې مرسته وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په ځینو دولتي ادارو کې اصلاحات راغلي، حکومت دوامدارو اصلاحاتو ته اړتیا لري او نورې ادارې هم مکلفې دي چې اصلاحات رامنځ ته کړي.

محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د مالیې وزارت له خوا د عامه مالي چارو د مدیریت پنځه کلنې نوې جوړې شوې کړنلارې په اړه وویل چې په پلي کېدو سره به یې د افغانستان عواید چې اوس ۲۲ فیصده لوړ شوي دوه چنده نور هم لوړ شي.

غني: د افغانستان عواید چې اوس ۲۲ فیصده لوړ شوي دوه چنده به نور هم لوړ شي.
غني: د افغانستان عواید چې اوس ۲۲ فیصده لوړ شوي دوه چنده به نور هم لوړ شي.

هغه زیاته کړه:

"تاسې په عمل کې ثابته کړه چې له سختو شرایطو لاندې مو د افغانستان عواید په دوامداره توګه ۲۲ سلنه لوړ کړل او نن ورځ چې افغان ولس ته زیری ورکوئ هغه دا چې د افغانستان عواید دوه چنده او له هغه زیاته د لوړېدو اړتیا ده."

د افغانستان د مالیې وزیر وايي چې د عامه مالي چارو د مدیریت پنځه کلنه کړنلاره لومړی د افغان متخصصینو له خوا جوړه او بیا د بهرنیو متخصصینو له خوا تایید شوه.

اکلیل حکیمي وویل چې له دغې کړنلارې څخه هدف له مالي منابعو او امکاناتو څخه ګټه اخیستل، دبودجې پلان، تطبیق او له هغه څخه ښه راپور ورکول دي.

حکیمي: یاده کړنلاره لومړی د افغان متخصصینو له خوا جوړه او بیا د بهرنیو متخصصینو له خوا تایید شوه.
حکیمي: یاده کړنلاره لومړی د افغان متخصصینو له خوا جوړه او بیا د بهرنیو متخصصینو له خوا تایید شوه.

هغه زیاته کړه:

"د سند هدف دوه شیان دي لومړی هغه منابع او امکانات چې لرو یې څه ډول ورنه ګټه واخلو چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړواو بودجه په څه ډول د یوې وسیلې په توګه وکارو چې د حکومت پالیسۍ تطبیق کړو، د دې کار لپاره د داسې لارو وړاندوینه شوې چې څه ډول د بودجې پلان تطبیق شي او څه ډول ورنه راپور ورکړل شي."

ښاغلی حکیمي وايي دغه سند له موږ سره د شفافې حساب ورکونې په برخه کې له عملي اقداماتو سره مرسته کوي.

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان په دغه نوې کړنلارې باندې د انتقاد ترڅنګ وايي چې افغان حکومت له دې وړاندې هم دې ته ورته د حساب ورکونې سیسټمونه رامنځ ته کړي و، خو په بشپړه توګه یې نه دي عملي کړي.

د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر وايي حکومت به دې برخه کې عملي او کدري سیاست نه لري.

هغه زیاته کړه:

"تاسې پوهیږئ چې په تېرو کلونو کې دوی هیڅ لاس ته راړونې نه درلودې داسې کړنلارې عملي کار غواړي، دغه کار به کوم ځایه شروع کیږي له ښې حکومتوالۍ څخه ښه حکومت والۍ له روغ کدري سیاست څخه له بده مرغه موږ ګورو چې دوی روغ کدري سیاست نه لري."

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د عامه مالي چارو د مدیریت پنځه کلنه نوې کړنلارې د پلي کېدو لپاره به د ظرفیتونو د رامنځ ته کېدو لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې ۲۰ ملیونه ډالره ولګول شي.

افغان حکومت په داسې حال کې دا قدامات کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د کانګرس د یوه پلاوي غړو د افغان حکومت له اجراییه رییس سره په کتنه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG