د لاسرسي لېنکونه

د فراه پشت رود او بالابلوک ولسوالیو څخه د وروستیو جګړو له امله کابو دوه زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د پشت رود ولسوال عبدالغفور ازادي راډيو ته وویل چې دغه کورنۍ له بېلابېلو سیمو کډوال شوې دي.

بل لور ته د فراه د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو ریاست مشر رحم الدین ریګیوال ازادي راډيو ته وویل چې دوی په دې اړه یوه سروي ترلاس لاندې لري چې له هغه وروسته به له بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وشي.

د فراه په پشت ردو ولسولۍ کې له کابو دولسو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې ډيری کورنۍ د خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوې دي.

XS
SM
MD
LG