د لاسرسي لېنکونه

د کندهار د صنعتکارانو ټولنه له حکومت څخه غواړي چې پر کورنیو تولیداتو مالیات کم کړي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې رییس فضل الحق مشکاني ازادي راډیو ته وویل چې د دولت له خوا د لوړو مالیاتو لګول د دې لامل شوی چې د کورنیو تولیداتو بیه لوړه شي.

او دغه تولیدات په بازارونو کې د بهرنیو وارداتي اموالو په وړاندي رقابت نه شي کولای.

ښاغلی مشکاني وایي چې صنعتکاران اوسمهال حکومت ته شپږ فیصده انتفاعي او ۲۰ فیصده عایداتي مالیه ورکوي.

دوی وايي په کورنیو تولیداتو مالیاتو کمېدو سره دوی کولای شي په سمه توګه په بازارکې رقابت وکړي.

XS
SM
MD
LG