د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان جمهوري ریاست وایې ډير ژر به د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه دریم فرمان صادر شي.

دا خبرې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وکړې.

د ملي شورا له خوا د انتخاباتو اړوند د دویم فرمان له رد وروسته جمهور رییس محمد اشرف غني شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د نظر غوښتنه وکړه.

دغه کمېسیون د افغانستان د اساسي قانون د ۷۹ مې مادې پر اساس ویلي چې جمهور رییس کولای شي د انتخاباتو او انتخاباتي کمېسیونونو په اړه هر ډول فرمان د ملي شورا د رخصتیو په وخت کې صادر کړي.

XS
SM
MD
LG