د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې په شمال کې د نورماندي د روين سيمې په يوه بار کې اورلګېدنې لږ تر لږه ١٣ تنه مړه شوي او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بار لاندني منزل هغه وخت اور واخيست چې هلته په کې د کليزې مراسم روان وو.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنارد کازينو نن په يوه اعلاميه کې وويل، د اور د علت معلومولو لپاره څېړنې پيل شوې دي.

راپورونه وايي د کيک پر سر لګېدلې شمعې د اور د خپرېدو سبب شوې.

ويل شوي قربانيان د ١٨ او ٢٥ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

په ټپيانو کې د يوه تن روغتيايي وضعيت نازک ښوول شوى دى.

XS
SM
MD
LG