د لاسرسي لېنکونه

افغان چارواکي په پکتیکا ولایت کې د ماین د چاودنو په دوو جلا پیښو کې د لسو ملکي وګړو د مړینې خبر ورکوي.

د پکتیکا د والي ویاند نقیب احمداتل اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي چې د یوې کورنۍ پنځه غړي هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې پر یوه خښ شوي ماین برابر شو.

اتل همداراز ویلي دي چې پنځه نور کسان پرون مازیګر هغه مهال ووژل شول چې ټراکټور یې پر یوه ماین برابر شو.

دواړه پیښې د پکتیکا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې شوې دي.

اتل په سیمه کې فعال وسله وال مخالفین ګرم وبلل ځکه د نوموړي به وینا د دې ډلو وسله وال د سیمې د خلکو د ویرولو لپاره له دې ډول تکتیکونو کار اخلي.

وسله والو طالبانو او د مخالفینو نورو ډلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG