د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرۍ پرون د ایران پر حکومت د تیرې اونۍ د اعدامونو د لړۍ له کبله سخت انتقاد وکړ.

زید رعد الحسین په یوه بیان کې ویلي دي چې له قضايي مراحلو د تورنو کسانو محرومیت او دا حقیقت چې اعدام شوي کسان که ټول نه وو، نو ډیرو یې له سني مذهبي اقلیت سره تړاو درلود شوي اعدامونه له یوې سترې بیعدالتۍ سره انډول کوي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمیشنرۍ ویاندې روینا شمدساني Ravina Shamdasani پرون په ژنیو کې رویټرز خبري آژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر له ایراني چارواکو د دې اعدامونو د لړۍ بندول غواړي.

د ایران حکومت تیره اونۍ شل تنه اسلامپال کردان چې پر امنیتي ځواکونو په حملو تورن شوي وو، اعدام کړل.

د ایرنا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې پر دې کسانو تور لګول شوی و، چې دوه سني دیني عالمان او څوتنه پولیس او امنیتي ساتونکي یې وژلي، یو شمېر کسان یې برمته کړي او د ایران په ختیځ کې یې وسله والې شوکې او چاودنې کولې.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي، ایران د هغو هیوادونو له ډلې دی چې تر ټولو زیات اعدامونه په کې کیږي.

XS
SM
MD
LG