د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

موریل: پوتین ټرمپ د روسیې غیر عمدي اجنټ استخدام کړی


د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پخوانی مشر وايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ښايي د کریملین غیرعمدي اجنټ وي او له امریکايي رای ورکوونکو څخه یې غوښتي دي چې د ټرمپ ډیموکرات سیالې هیلیري کلینټن ته رایې ورکړي.

مایکل موریل Michael Morell چې درې لسیزې مخکې د سي آی آې مشر و، دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کمپاینونه ورځ په ورځ په ډراماتیک ډول د بدلون په حال کې دي.

موریل په یوه تبصره کې چې نن نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې خپره کړه ویلي چې ده په سي. آی. اې کې د خپل ۳۳ کلن ماموریت په ترڅ کې هم جمهوري غوښتونکو او هم ډیموکرات کاندیدانو ته رایې ورکړې دي.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه د مېرمن کلینټن د ښه کار ستاینه وکړه خو د ټرمپ په اړه یې سختې خبرې وکړې ویې ویل چې له روسیې سره د هغه تجارتي اړیکي او د ولسمشر ولادیمیرپوتین ستاینه هغه شواهد دي چې دی باید د امریکا ولسمشر نشي.

موریل لیکلي، د استخباراتو په مسلک کې موږ وایو چې ښاغلي پوتین ښاغلی ټرمپ د روسیې د فدریشن د یوه غیر عمدي اجنټ په توګه استخدام کړی دی.

د ټرمپ د کمپاین غړو د موریل د څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او هغه یې په ۲۰۱۲ کال کې د لیبیا په بن غازي ښار کې د ۴ امریکایانو د وژل کېدو له پېښې وروسته په تبلیغاتي کمپاین کې په لاس لرلو تورن کړ.

XS
SM
MD
LG