د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

رادمنش: د پاکستانۍ هلیکوپټرې د سقوط په اړه څېړنې روانې دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په لوګر کې یې د یوې پاکستانۍ هلیکوپټرۍ د بېړنۍ ناستې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي چې هلیکوپټرۍ د ازرۍ ولسوالۍ په لکۍ سیمه کې چې خورا صعب البوره ده اضطراري ناسته کړې ده.

ښاغلي رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان وړاندې د افغانستان له فضايي حریم څخه روسیې ته د ترمیم لپاره د مې ۱۷ ډوله هلیکوپټرې د تېرېدو اجازه اخېستې وه خو له څېړونو وروسته به دا روښانه شي چې هماغه هلیکوپټره ده او که نه.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"د پاکستان دولت د افغانستان له فضا څخه روسیې ته د ترمیم لپاره د یوې پاکستاني هلیکوپټرۍ د تېرېدو اجازه اخېستې وه په دې اړه څېړنې رواني دي چې ایا دا هماغه هلیکوپټره ده او که نه خو د څېړونو له پای ته رسېدو وروسته به موضوع روښانه شي."

یوه ورځ وړاندې په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې یوه پاکستانۍ هلیکوپټرې د افغانستان په لوګر ولایت کې سقوط کړی.

دغه مې ۱۷ هلیکوپټره د پاکستان له پنجاب ایالت څخه له شپږو عملو سره چې یوه عمله یې روسی انجنیر و؛ د لوګر په ازره ولسوالۍ کې اضطراري ناسته وکړه.

د طالبانو ځینو سرچنیو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغه هلیکو پټرۍ ټوله عمله یې نامعلوم ځای ته انتقال کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا په خپلې ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پاکستانۍ هلیکوپټره د ازبکستان له لارې روسیې ته پر لاره وه چې د افغانستان د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې یې سقوط وکړ.

بجوا: روسيې ته پر لارې پاکستانی هلیکوپټرې لوګر کې سقوط کړی
بجوا: روسيې ته پر لارې پاکستانی هلیکوپټرې لوګر کې سقوط کړی

له دې ټولو سره-سره یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا د افغانستان په خاوره کې د دغه هلیکوپټرۍ اضطراري ناستې په افغانستان کې له تروریستانو د ملاتړ پیچلې ریښې روښانه کوي.

سیاسي کارپوه محمد بشیر هاتف وايي، په دې الوتکه کې د روسیې وګړي موجودیت د دې احتمال ډېروي چې روسیه له طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې له پاکستان سره همغږي شوي.

ښاغلي هاتف زیاته کړه:

"کله چې د پاکستان پوځي کارپوهان له روسیې اتباعو سره یوځای هلیکوپټره په هغه سیمه کې چې وسله وال مخالفین په کې فعاله حضور لري اضطراري ناسته کوي په دې معنا ده چې د طالبانو د پاکستان د پوځیانو او روسانو ترمنځ اړیکې شته."

له دې وړاندې په ولسي جرګه کې د ځینو ولایتونو له استازو داسې راپورونه ورکړل شوي و چې ګواګې پوځي هلیکوپټرۍ په ننګرهار، لوګر، بغلان او کندز د حکومت وسله وال مخالفین اکمالوي او نقاب پوشه خلک دغو سیمو ته انتقالوي خو افغان حکومت هیڅکله دغه راپورونه نه دي تایید کړي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس قریب الله سعادت وايي چې دغه الوتکه د پاکستان دولتي نښان لري او د لکۍ په سیمه کې چې د پکتیا د اریوب ځاځي او د لوګر د ازرې ولسوالۍ ترمنځ موقعیت لري اضطراري ناسته کړې ده.

پوځي کارپوهان د افغانستان په خاوره کې د دغه پاکستانۍ الوتکې ناسته ښکاره سرغړونه بولي او وايي، د نړیوالو قوانیونو پر اساس افغان پوځیانو د دې حق درلوده چې دغه الوتکه یې په نښه کړې وای.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخيل
پوځي کارپوه عتیق الله امرخيل

پوځي کارپوه عتیق الله امرخيل وايي:

"دا ښکاره تجاوز حریم هوايي ده او له هوايي حریم څخه تجاوز جرم دی او نظر په نړیوالو قوانیونو پاکستان باید د دې جرم ورکړي. "

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي هوايي حریم د یوه هېواد د سیاسي او پوځي استقلال یوه برخه ده او حکومت باید د هغه هر هېواد په اړه چې د افغانستان په هوايي حریم کې مداخله کوي ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي.

محمد حديث پردېس

XS
SM
MD
LG