د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې ښايي هغه درې زره عراقي کلیوال نیولي وي چې د دې هېواد په شمال کې له تاوتریخوالي په تېښته وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ ( UNHCR) ویلي، د هاویګا د ولسوالۍ دا کورنۍ په څېرمه ښار کرکوک کې د خوندي ځایه په لټه وتلې وې و چې د پنجشنبې په ورځ د داعش د وسله والې ډلې له خوا ونیول شول.

راپورونه وايي چې تر اوسه له دوی څخه ۱۲ کسان د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له خوا وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د عراق د بشري حقونو د څار یوې ډلې د دې کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو شمېر ۱۹۰۰کسان ښودلی وو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دې غیرې حکومتي سازمان ویلي، دا کډوال د داعش د هغو ۱۲۰ تنو وسله والو له خوا نیول شوي چې د عراق د امنیتي ځواکونو د بریدونو په وړاندې له ولسي خلکو د بشري سپر په توګه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG