د لاسرسي لېنکونه

د غور له ولایت څخه راپورونه وايي چې دغلته د پسابند په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ درنې نښتې شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د غور د امنیتي چارواکو له قوله وايي، طالبانو تېره شپه یو ځل بیا د دې ولسوالۍ پر ځینو پوستو بریدونه پیل کړي چې جګړه تر اوسه دوام لري.

د غور د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد زمان عظیمي وايي: په دې بریدونو کې وسله والو مخالفین له سپکو او درنو وسلو کار اخلي خو تر اوسه پورې دولتي ځواکونو ته مرک ژوبله نه ده اوښې.

خو د پسابند ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې دغلته یو شمېر پوستې وسله والو طالبانو د تیرې شپې په جګړه کې نیولي دي.

د غور څخه په یو بل خبر کې ویلي شوي چې د پسابند ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو یو موټر په سړک کې د اېښودل شوي ماین له چاودنې سره مخ شوی چې په کې یو سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG