ټاکلی شوې چې د انګلستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ د روانې میاشتې په۱۳مه نېټه پيل شي.
د انګلستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو په لومړې لوبه کې به د هول او لیوکستر ټیمونه د انګلستان په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو په خپلو کې سره سیالي وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ شپږ نورې لوبې هم ترسره کیږي چې وروستې لوبه به د مانچسټرسیټي او سنډرلنډ ټيمونو ترمنځ وي.
د تېرکال په سیالیو کې د لیکسټرسیټي ټيم د ۸۱ امتیازونو په ګټلو سره د دغو سیالیو ګټونکی شو.