د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د فوټبال د نوولس کلنو ټيم په ازبکستان کې د اسیا په مرکز کې د نوولس کلنو په سیالیو کې د ګډون په هدف هغه هېواد ته ولاړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسوول سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ په ازبکستان کې سبا پیل شي.

هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان تاجکستان او ترکمنستان ټيمونو ګډون کړی دی.

د ښاغلي کاظیمي په خبره دغه سیالۍ به د یوې اوونۍ لپاره د ازبکستان په تاشکند

ښار کې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG