د لاسرسي لېنکونه

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې سږ کال په هېواد کې د پيازو محصولات زیات شوي او سوداګر لیواله دي چې د افغانستان پیاز هند ته صادر کړي.

د دغې خونې مطبوعاتي مسوول صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې تېرکال د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۲ زره ټنه پياز یوازې پاکستان ته صادر شوي او هڅې کیږي چې سږ کال د پيازو د صادراتو سطح ۲۴ زره ټنو ته ورسیږي.

ښاغلی پسرلی وایي، سږ کال به د واګې یا چهاه بهار بندر له لارې پياز هندوستان ته صادر شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې که څه هم دقیقې شمېرې یادې نه کړې خو ويې ویل چې سږ کال د افغانستان کرنیز محصولات ډېر شوي او صادرات یې هم بهرنیو هېوادونو ته د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG