د لاسرسي لېنکونه

الکوزی: په مارکیټ کې د اورلګېدنې پېښې ۲۵۰میلیونه ډالره زیان اړولی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني چارواکي وایي چې د اباسین ځدران مارکیټ په سوځېدو سره سوداګرو ته شاوخوا دوه نیم سوه میلیونه ډالره زیان رسیدلی دی.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د اباسین ځدران په مارکیټ کې یو نیم زر دوکانونه وه چې په له منځه تللو سره یې ۲۵۰۰ کسان چې په دغو دوکانونو کې یي کار کاوه بې کاره شول.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"تخمیي دوه سوه تر دوه نیم سوه میلیونه ډالره دغه مارکیټ او ټوله شتمني یې له منځه تللې ده، په دغه مارکیټ کې دوولس سوه تر یونیم زر دوکانونه وو چې د افغانستان سرمایه وه او یو اقتصادي حرکت یې منځته راوستلی و چې دغه اقتصادي حرکت د خطر سره مخامخ شو."

ښاغلی الکوزی وایي، که د اطفایې سیسټم منظم وای نو کیدای شوای چې په دغه پېښه کې د زیانونو اندازه کمه شوې وای.

نوموړی وایي چې په دغه ډول پېښو کې دولت له سوداګرو سره هیڅ ډول مرسته نه کوي څکه چې په هېواد د بیمې سیسټم په سمه توګه فعاله شوې نه ده.

تېرکال هم د کابل په منډوي کې د حاجي زرداد په سرای کې د اورلګیدنې له امله ۸۰ دوکانونه وسوځېدل چې له امله یې د دغه مارکیټ دوکاندارانو ته په میلیونونو ډالر زیان ورسېد.

XS
SM
MD
LG