د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هغه انتقادونه رد کړل چې وايي، ادارې یې په ایران کې د بندي امریکایانو د خوشې کولو لپاره تهران ته ۴۰۰ میلیون ډالر باج ورکړی دی.

ولسمشر اوباما پرون په پنټاګون کې خبریالانوته وویل چې حکومت یې داسې ناوړه معامله نه ده کړې او څرګنده یې کړه چې له ایران سره تر اټمي موافقې وروسته، هغه هېواد ته د ۴۰۰ میلیونه ډالر ورکول او د یو اعشاریه درې میلیارده ګټې مسئله چې وروسته به ایران ته ورکول کیږي، په جنورۍ کې اعلان شوي وو.

اوباما وویل، دا کوم راز نه وو او موږ یې په بشپړ ډول په اړه څرګندې خبرې کړې دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په دې اړه په بونس ایرس کې خبریالانو ته وویل چې دا دواړه مسئلې جلا دی او په جلا – جلا ډول خبرې ورباندې شوې دي.

XS
SM
MD
LG