د لاسرسي لېنکونه

۲۷۱ روسي ورزشکارانو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د ریو ډې جنیرو د المپیک په لوبو کې ګډون وکړي.

د روسیې د المپیک د کمېټې رییس الکساند رژوکوف پرون وویل، د المپیک د نړیوالې کمېټې له خوا یې رسمي اسناد ترلاسه کړي چې له ازموینو وروسته په دې لوبو کې د ۲۷۰ روسي ورزشکارانو ګډون په کې تایید شوی دی.

په سږني المپیک کې درې سوه اوه اتیا روسي ورزشکارانو نومونه ثبت کړي وو، خو ۱۱۶ نورو ته له مصنوعي انرژۍ ورکوونکو درملو د کار اخېستو یا ډوپنګ له ازموینې وروسته په دې لوبو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

د دې مسئلې له رابرسیره کېدو وروسته د المپیک نړیوالې کمېټې د یوه ځانګړي پلاوي په وسیله په دې اړه جدي څیړنې پیل کړې.

د راپورونو له مخې روسي ورزشکارانو د ډوپنګ په قضیه کې د روسیې حکومت هم ونډه لرله او ملاتړ یې ترې کاوه.

XS
SM
MD
LG