د لاسرسي لېنکونه

د عراق قضا د دې هېواد د پارلمان رییس او دوه غړي او همدا راز یو شمېر نور چارواکي د اداري فساد په تور ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

د عراق د پارلمان رییس سلیم الجبوري تر ټولو جګپوړی مقام دی چې په فساد تورن شوی دی.

د راپورونو له مخې پر دې کسانو د اداري فساد تورونه د دوشنبې په ورځ د عراق د پارلمان په غونډه کې د دفاع د وزیر خالد العبیدي له خوا مطرح شول.

عبیدي پر الجبوري او یو شمېر نورو چارواکو تور ولګاوه چې په فساد کې ښکیل دي او دی یې هم په باج ورکولو ګواښلی دی.

د سې شنبې په ورځ صدراعظم حیدرالعبادي په موقت ډول له هېواده د دې کسانو وتل ممنوع اعلان کړل او پرون دا غوښتنه د قضايي کمېسیون له خوا رسماً تایید شوه.

د عراق د پارلمان رییس او څو نورو چارواکو چې په فساد تورونه شوي دي وايي چې بې ګناه دي او دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG