د لاسرسي لېنکونه

پاکستان د امریکا له خوا له تحريک طالبان پاکستان څخه د بېلې شوې وسله والې ډلې جماعت الاحرار د نړیوالو ترهګريزو ډلو په لېسټ کې د شاملولو د پريکړې هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ جمات الاحرار ډله نړېواله ترهګره ډله وبلله او دا يې په پاکستان کې پر عام ولس، مذهبي لږه کيو، په پېښور کې د امريکا کونسلګرۍ د دوو کارکوونکيو د وژلو، د قانون نافذوونکيو ادارو او پر پوځيانو په بريدونو کې ککړه وبلله.

جماعت الاحرار له تحريک طالبان پاکستان څخه بېله شوې ډله ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې جوړه شوې او تر دې دمه يې په پاکستان کې د ګڼ شمېر خونړيو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا د پنجشنبې په ورځ په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د دغه ګام هرکلى وکړ او ويې ويل چې دا ډله په خونړیو پېښو کې ککړه ده.

ښاغلى ذکريا وويل چې تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار وسله والې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې دننه په ترهګريزو بريدونو کې ککړه ده.

نوموړى په دې اړه وايي:

"په بنیادي توګه امریکا پر دغه ډلې د امریکا دننه بندیز لګولی چې موږ یې هرکلی کوو. پاکستان له اوږدې مودې راهیسي دا درخواست کړی وو چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او دا شان د نورو وسله والو ډلو خلاف دې کوټلې کاروایي وکړي. دا وسله والې ډلې د افغانستان نه دلته په یو شمېر ترهګرو پېښو کې ککړې دي. تاسو سم اړخ ته اشاره وکړه چې دې ډلې په لاهور کې په عیسایانو یو خونړی برید کړی وو چې په کې د ماشومان او ښځو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي وو."

امریکا د جمات الاحرار پر مشرانو هم بندیز لګولی او همدا راز يې د امریکايي ولس له خوا هم له دغه ډلې سره پر راکړه ورکړه بنديز لګولى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه په يوه بيان کې ويلي چې امریکا د وسله والو ډلو پرضد دا ډول بنديزونه د یوې طاقتورې وسلې په توګه کاروي چې په نتيجه کې به يې وسله والې ډلې او وسله وال یواځې کړي او دا ډول بنديزونه يې د امريکايي ادارو مرستندويه بللي دي.

د يادونې وړ ده چې امريکا پر جماعت الاحرار تر بنديز او د نړېوالو ترهګرو په لېست کې تر شاملولو مخکې په يو شمېر نورو وسله والو ډلو هم بنديزونه لګولي دي چې القاعده، جېش محمد، لشکر جنګوي او حقاني شبکه پکې د ځانګړې يادونې وړ دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG