د لاسرسي لېنکونه

د مصر پوځ پرون وویل چې د دې هېواد په سینا سیمه کې د داعش قوماندان چې د [دعا الانصاري] په نوم پيژندل شوی و، ووژل شو.

د مصر د پوځ خبرپاڼه وايي چې انصاري او نور ۴۶ وسله وال د سینا په عریش ښار کې په هوايي حمله کې وژل شوي دی.

په سینا کې د دې وسله والو سرچینو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

د مصر دا ټاپو وزمه له اسراییل، غزې او سویس له کانال سره نښتې پرته ده.

XS
SM
MD
LG