د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

توحیدي: پر رسنیو د محدویتونو وضع کول د قانون خلاف دي


په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړه اداره "نۍ" د دولت له خوا پر رسنیو، د هر ډول محدویتونو وضع کول د قانون خلاف ګڼي او د دغو محدودیتونو د لېرې کولو لپاره د جمهوري ریاست پر اقداماتو تاکېد کوي.

د نۍ د موسسې اجرایې رئيس صدیق اله توحیدي د پنجشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو د اوونۍ د پای پر مهال په کابل کې خبریالانو ته وویل، د چارو ادارې د ملي شورا په غوښتنه د اطلاعاتو او فرهنګ او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو ته ویلي چې پر رسنیو دې محدودیتونو وضع کړي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"په ولسي جرګه کې د خلکو ځیني استازېو د یو مکتوب په اساس د چارو د ادارې له لارې له جمهوري ریاسته غوښتي چې فیسبوک دې محدود شي او دغې ادارې د مخابراتو وزارت ته مکتوب استولی دی. دا عمل د قانون خلاف دی، ځکه چې په قانون کې د بیان ازادي راغلې ده."

له ازادو رسنیو څخه ملاتړه اداره وایي، حکومت په وروستیو کې داسې هڅې پیل کړي چې پر ټولنیزو رسنیو اخلاقي کوډونه وضع کړي.

نۍ وايي، دا کار د بیان د ازادي او د اساسي قانون د ۳۴ مې مادې خلاف دی.

جمهوري ریاست په دې اړه څه ونه ویل خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت ویاند یاسین صمیم وایي، دوی تر اوسه په دې تړاو له کوم ارګانه مکتوب نه دی ترلاسه کړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیاله مژګان مصطفوي هم په دې اړه ورته نظر لري.

مېرمن مصطفوي وایي چې قومي تعصبونو او ملي وحدت ته زیان رسول د افغانستان خلکو او حکومت ته د منلو نه دي او حکومت دا کار جرم ګڼي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیاله مژګان مصطفوي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیاله مژګان مصطفوي

اغلې مصطفوي زیاته کړه:

"که په کې سپکاوی وشي او یا داسې کار وشي چې د ټولنې یووالي ته زیان رسوي، دا یو ډول جرم دی. له خبریالانو هیله ده چې د اخلاقي معیارونو په مراعتولو کې مرسته وکړي، څو ټولنیزې شبکې قوي شي او موږ په هېواد کې قانون مندې شبکې ولرو."

پر ټولنیزو رسنیو د محدودیتونو پر لګولو انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې د خبریالانو اخلاقي اصول نامه د نۍ او د خبریالانو د فدراسیون د استازو په حضور تېره اوونۍ تدوین شوه.

په ورته وخت کې نۍ وايي، اخلاقي محدودیتونه له فکري محدودیتونو څخه جلا دي او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت دنده ده چې د هغو ټولنیزو شبکو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي چې د خلکو سپکاوی کوي او یا قومي او ژبنیو تعصبونو ته لمن وهي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG