د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

حیات خان: د افغان ځواکونو ملاتړ په هر افغان فرض دی


په ختیځو ولایتونو کې د ولسي ملاتړ د پروګرام مسؤل حاجي حیات خان غونډې ته وویل، داعش او نورې وسله والې ډلې د پردیو له خوا رامنځته شوي، یوازې د اسلام بدنامي، د اسلامي مقدساتو سپکاوی او د مسلمانو وژنه يې هدف دی نو خلکو ته پکار ده چې د دغو ډلو د له منځه وړلو لپاره یو موټی شي.

ښاغلي حیات خان زیاته کړه:

"که د ننګرهار په کوټ، اچین، هسکې مینه او نور ولسوالیو کې کفار اوسېدل نو په بیت الله شریف او مسجد نبوي کې څوک و، وګورئ باب عبدالعزیز کې يې څوک ونیوه او څه يې کول؟ مسجد نبوي يې ولې ورانولو؟څه علت و ؟ راځئ خپل کور،کلی او وطن وساتو او د خپل وسله وال پوځ سره اوږه په اوږه ودریږو."

مولوي نجیب الله حقیار وویل، د افغانستان اوسنی نظام اسلامي دی او کار کوونکي کې يې د دین د ټولو حکمونو او اوامرو پابند دي نو ځکه يې ملاتړ ځان لپاره ویاړ ګڼي:

"موږ له افغان ځواکونو کاملاً ملاتړ کوو، یوازې ملاتړ یې نه کووم بلکې پرې ویاړم او افتخار پرې کووم، د افغانستان نظام داسې یو وسله وال پوځ لري چې هغه د قران، سنت او لمانځه پابند دی، که موږ په دې نړۍ کې د یوه ملت په حیث ځان پاتې کول غواړو نو باید نظام ولرو او یو قوي نظام."

هغه وايي تل د وطن ساتنې لپاره قربانۍ ورکړي خو کله چې د امتیازاتو او واکونو د ویش وخت راشي بیا کونړیان له چارواکو هېر وي.

قومي مشر حاجي محمد روزي وویل، هر څوک چې مسلمانان وژني، د هغوی مالونه لوټوي، دغه خلک قاتلان او باغیان دي او مقابله يي په هر مسلمان فرض ده.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل، ولس يې د حکومتي ځواکونو او دولتي ادارې پوره ملاتړ دی او همدا وجه ده چې د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې امنیت ښه دی او مرکزي حکومت ته د کونړیانو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

"د افغانستان په کچه په کونړ کې دا په اثبات رسېدلې او موږ د دې شاهدان یو چې دغو باغیوره خلکو علما کرامو، قومي مشرانو وخت په وخت زموږ د دفاعي،امنیتي او کشفي ادارو حمایت او ملاتړ کړی او د دوی د ملاتړ په نتیجه کې دغه ځواکونه په دې توانیدلي چې په کونړ کې ډاډمن امنیت رامنځ ته کړي."

په کونړ کې د ولسي ملاتړ په نوم نوی پروګرام په داسې حال کې پیلیږي چې له دې وړاندې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پاڅونونه شوي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG