د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

مرتضوي: د انتخاباتو په اړه حکومت ته لاره پرانېستل شوه


د انتخاباتي سیسټم د اصلاح په برخه کې بالاخره قانوني خنډونه لېرې شوي او افغان حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د جدي او عملي اقداماتو خبره کوي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون له نظر وروسته جمهور رئیس غني ډېر ژر د انتخاباتي سیسټم په اړه درېیم فرمان صادروي.

هغه که څه هم د دې فرمان د صادرېدو د وخت په اړه څه نه وايي خو په ټینګار سره وايي چې دا فرمان ملي شورا ته د تائید لپاره نه لیږل کیږي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"را منځته شوی کړکیچ مات شوی او د نورو ګامونو لپاره حکومت ته لار خلاصه شوې ده، حکومت د اساسي قانون پر تطبیق د کمېسیون له نظر وروسته حقوقي اقدامات تر سره کوي. د دې کمېسیون د نظریې له مخې جمهور رئیس کولای شي چې د ملي شورا د رخصتیو په وخت کې نوی فرمان صادر کړي او دا فرمان د ملي شورا تائید ته هم ضرورت نه لري."

د ملي شورا له خوا د انتخاباتو اړوند د دویم فرمان له رد وروسته جمهور رییس محمد اشرف غني شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د نظر غوښتنه وکړه.

دې کمېسیون د افغانستان د اساسي قانون د ۷۹ مې مادې پر اساس ویلي چې جمهور رییس کولای شي د انتخاباتو او انتخاباتي کمېسیونونو په اړه هر ډول فرمان د ملي شورا د رخصتیو په وخت کې صادر کړي.

په هغه حقوقي نظر کې چې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون ورکړی راغلي چې دا فرمان د تقنیني دورې په وروستي کال کې ملي شورا ته له ورلېږلو پرته د تطبیق وړ دی.

د انتخاباتو د څار بنسټونه له دې پریکړې هرکلی کوي او د درېیم تقنیني فرمان له ځنډ پرته د صادرېدو غوښتنه لري.

د ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ویانده صغرا سعادت ټینګار کوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه درېیم فرمان کې باید د اصلاحاتو عمده برخې ځای پر ځای شي.

اغلې سعادت زیاته کړه:

"د ټيفا په باور دا نیک ګام دی په دې شرط چې ژر تر ژره د جمهوري ریاست له خوا درېیم فرمان صادر شي، هغه موارد چې د انتخاباتي نظام اصلاح کمېسیون او مدني بنسټونو وړاندې کړي باید په دې فرمان کې ځای پر ځای شي او داسې نه چې دا فرمان هم لکه د دویم فرمان په څېرپه یوه سلسله داسې اصلاحاتو چې اصلاً مهم نه دي تکیه وکړي."

وبه ولیدل شي چې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون له وضاحت وروسته حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاح په برخه کې په کوم جدیت او سرعت کارونه مخ ته وړي.

د غوراوي کمېټې ټاکنه، دغې کمېټې ته د انتخابي کسانو لار موندل، له هر ډول درغلیو څخه مخنیوی، د رایې ورکونکو د لېست تیارول او د ټکنالوجی څخه استفاده د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره مهم موارد شمېرل کیږي.

ټیفا وايي چې له دا ډول هر اړخیزو اصلاحاتو پرته یواځې په ځينو مواردو ټينګار نه شي کولای د خلکو او مدني فعالانو غوښتنې پوره او انتخاباتي اصلاحاتو ته زمینه برابرې کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG