د لاسرسي لېنکونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ځوانانو ژمنتیا او لید لوری کولای شي چې افغانستان سولې او ثبات ته ورسوي.

محمد اشرف غني نن د ملګرو ملتونو د پامیر ۲۰۱۶ د ورته والي هغه غونډې ته چې د یو شمېر ځوانانو په نوښت جوړه شوې وه وویل چې د افغانستان راتلونکی ځوانانو پورې اړه لري:

"هغه څه چې زه ورته هیله مند یم هغه دا دی چې تاسې ځوانان هم لید لوری لرئ، هم تجربه او هم ژمنتیا نو په دغه ژمنتیا، لیدلوری او پوهه به افغانستان بنسټیزې سولې او ثبات ته ورسیږي."

ښاغلي غني همدارنګه ځوانانو ته په خطاب کې وویل چې دوی کولای شي د افغانستان اړیکه له نورې نړۍ سره پیاوړې کړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې ډيری ځوانان دا مهال د بې کارۍ او ناوړه اقتصادي حالت له امله بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپا ته په غیر قانوني ډول ځي.

XS
SM
MD
LG