د لاسرسي لېنکونه

logo-print

په لوګر کې د شلو حکومتي ادارو د عامه اړیکو، نشراتو او رسنیو د مسوولینو لپاره د کمونیکشن یا عامه اړیکو د فن د زده کړو په برخه کې درې ورځنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد.

د پنجشنبې په ورځ د ورکشاپ ګډونوالو ازادي راډيو ته وویل چې دوی د ولس او حکومت تر منځ د اړیکو د نږدې کولو او د حکومت له فعالیتونو څخه د ولس د خبرونې ښې او اغېزمنې لارې چارې زده کړې.

یاد ورکشاپ چې د یوسایډ یا د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې په مالي لګښت د سیمه ییزو ادارو د پیاوړتیا د نووښت د پروګرام په چوکاټ کې جوړ شوی وو، ګډونوالو او ځايي چارواکو په خپلو خبرو کې ګټور یاد کړ.

د ورکشاپ پرمخبیونکي جواد مختار وویل، د ورکشاپ ګډونوال پدې وپوهول شول، چې څرنګه د خپلو مخاطبینو سره اړیکې ټېنګې کړي او رسنۍ د خپلو ادارو له فعالیتونو باخبره وساتي.

جواد مختار زیاته کړه:

"په لوګر ولایت کې د ارتباطاتو د فن روزنیز ورکشاپ د سیمه ییزو ادارو د پیاوړتیا د نووښت پروګرام یا د اصلاح د یوسایډ لخوا نه دایر شوی وو، پدې ورکشاپ کې د شلو حکومتي ریاستونو ، د مطبوعاتو، نشراتو او عامه پوهاوي مسوولینو ګډو کړی وو، پدې درې ورځني ورکشاپ کې دوی ته وښودل شول، چې څه ډول د خپل مخاطبینو سره اړیکې ټېنګې کړي، په ځینو خبري فارمټونو باندې سره خبرې وشوې، چې څه ډول کولای شي رسنۍ د خپلو فعالیتونو نه خبرې کړي، د مطبوعاتي اعلامیو په جوړښت باندې خبرې وشوې."

د ورکشاپ یوې ښځينه ګډونوالې هم دا پروګرام د دوی لپاره ګټور وباله او غوښتنه يې کړه، چې په اداري چارو کې هم باید نویو جذب شویو مامورینو ته ښوونیز ورکشاپونه جوړ شي:

"سهیلا سپيڅلې یم، دا چې موږ څرنګه کولای شو د نورو ادارتو سره کمونیکشن او ښه روابط ولرو، هغه څوک چې په دولتي دفاترو کې کار کوي ډېر څه يې ترې زده کړل، نو کچیرې د اداري چارو په برخو کې هم یو څه ورکشاپونه ولري، ښه به وي ځکه هغه څوک چې نوي په دنده باندې ګمارل کیږي، د خپلې دندې په برخه کې به یو څه ترې زده کړي."

د لوګر ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزی هم وايي، چې ویاندویانو او د عامه اړیکو د برخو مسوولینو ته د ارتباطاتو په برخه کې ډېر نوي او ابډیټ شوي مالومات ورکړل شول.

حسیب ستانکزي زیات کړه:

"دا ورکشاپ چې دا څو ورځې د لوګر د اداراتو مطبوعاتي مسوولینو ته د کمونیکشن ورکشاپ وو، ډېر نوي ابډیټ مالومات يې د دې برخې کارکوونکو ته وړاندې کړل."

د لوګر مرستیال والي قمرالدین شکیب وايي، چې په حکومتوالۍ کې د حکومت او ټولنې تر منځ د نږدې اړیکو نشتون مهمه ستونزهده، ځکه هغه خدمتونه چې حکومت يې ترسره کوي ولس پرې نه خبریږي.

قمرالدین شکیب زیاتوي، د ارتباطاتو د فنونو په زده کړو سره به د حاکمیت او ولس ترمنځ اړیکې پیاوړي شي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG