د لاسرسي لېنکونه

د لغمان د ولایتي شورا رئیس په ګډون نهه تنه په یوې چاودنه کې ټپیان شوي.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د دې ولایت د ولایتي شورا پر رئیس شوې چې له امله يو تن ساتونکی وژل شوی او د ولایتي شورا رئیس طاوس خان په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې طاوس خان د لغمان مرکز اړوند د ګومین په سيمه کې پلی روان و چې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG