د لاسرسي لېنکونه

د لندن په مرکزي برخه کې په چړې د حملې په ترڅ کې یوه ښځه مړه او پنځه تنه ټپیان شوي چې د پولیسو په وینا ښایي دا پېښه له ترورېزم سره تړاو ولري.

د لندن ښار په مرکزي د روزیل په چوک کې د دغې پېښې عامل چې یو ۱۹ کلن سړی ښودل شوی، د پېښې په ځای کې نیول شوی دی.

د لندن پولیسو نن وویل، د لومړنیو نښو نښانو له مخې په دې پېښه کې د رواني ناروغۍ مسئله مهمه ګڼل کیږي.

په چړې وهل شوې مېرمن چې د پېښې په ځای کې یې ابتدایي درملنه هم شوې وه هملته ساه ورکړې او د نورو ټپي کسانو د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

له حملې وروسته د پېښې په ځای کې چې د بریتانیا موزیم او د لندن پوهنتون ورته نژدې دي، زیات پولیس ځای پرځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG