د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

په ریو ډې ژینرو کې د المپیک د لوبو لومړنۍ لوبه پیل شوه


په ریو ډې ژینرو کې د ۲۰۱۶میلادي کال د المپیک د لوبو لومړنۍ لوبه پیل شوه.

د ښځو د فوټبال سیالۍ د چارشنبې په ورځ یعنې د دې لوبو تر رسمي پیل دوه ورځې مخکې پیل شوې.

د برازیل په ریو ډې ژینرو کې د المپیک په سټډیوم کې پرون د سویډن او جنوبي افریقا د ښځو د فوټبال ټیمونه یو بل ته مخامخ شول.

دا لوبه سویډن د صفر په وړاندې په یو ګول په داسې حال کې وګټله چې د شپيته زره کسیز سټډیوم ډیرې څوکۍ تشې وې.

ویل کیږي چې د المپیک د لوبو پر مهال به دا سټډیوم د دوه میدانه لوبو کوربتوب هم وکړي.

XS
SM
MD
LG