د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د اوکراین په ختیځ کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله یو وار بیا د تېرکال اندازې ته زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د چارشنبې په ورځ وویل، د جون په میاشت کې یې ۶۹ ملکیانو ته اوښتی زیان مستند کړی چې په دې کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

دا شمېر د مې د میاشتې په مقایسه دوه چنده زیات شوی دی.

د جولای په میاشت کې بیا په جګړه کې د زیانمنو شوېو ولسي خلکو شمېر۷۳ تنه ښودل شوی دی. په دې کې اته تنه وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې کمېشنر زید رعد الحسین ویلي، خلک په زیاتیدونکي توګه یو وار بیا اړ شوي چې د شپې له خوا په زیر زمینیو کې پناه واخلي.

د اوکراین په ختیځ کې د اوربند یو تړون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په مینسک کې لاسلیک شو. خو د دې تړون مهم ټکی چې د جګړې له لومړۍ کرښې د درنو وسلو په شا کول و، نه دي عملي شوي.

د اوکراین په ختیځ د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د حکومتي ځواکونو او روس پلوو یاغیانو ترمنځ جګړو کې ۹۴۰۰ کسان وژل شوي.

XS
SM
MD
LG