د لاسرسي لېنکونه

د بشري حقونو مدافع ډلو په ایران کې د شاوخوا شلو کرد اسلامپالو اعدام محکوم کړ.

اعدام شوي کسان، د ایران په لویدیځ کې د دوو سني مذهبي مشرانو، څو پولیسو او د ژوبڼ د ساتونکو د وژلو، د خلکو د تښتولو، غلاو او بم چاودنو کې په لاس لرلو مجرم پیژندل شوی و.

د بشري حقونو ډلې وایي، دغه کسان ښایي د شکنجې په اساس دې ته اړ کړای شوي و چې په جرم اعتراف وکړي او مجرم وپیژندل شي.

د دوی په وینا د لسو نه تر شلو پورې کسان اعدام شوي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د سازمان ویاند محمود امیري مقدم د ازادي راډیو د فردا څانګې ته وویل:

"د سې شنبې په سهار موږ ته خبر را ورسېد چې یو زیات شمېر هغه بندیان چې په رجایي شهر زندان کې دي او په اعدام محکوم شوي، د زندان د ساتونکو له خوا لاس او پښې تړلي انفرادي خونو ته لیږدول شوي او د شاوخوا شلو بندیانو کورنیو ته ویل شوي د وروستي کتنې لپاره دې زندان ته ورشي."

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې د توحید او جهاد ډلې یو شمېر غړي د اګسټ په دوهمه اعدام شول.

XS
SM
MD
LG