د لاسرسي لېنکونه

کري نن د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کوي.

په دې خبرو کې به د منځنۍ اسیا پر امنیت، اقتصادي اړیکو او هلته د خلکو د بشري حقونو د وضعیت پرڅرنګوالي خبرې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی جشوا بکر نن ازادي راډیو ته وویل چې جان کري د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په دې لیدنه کې پر سیمه ییز امنیت او اړیکو زیات تمرکز کوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د منځنۍ اسیا په ځیني هېوادونو کې د امنیت او بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.

د ازبکستان اسلامي تحریک، په تاجکستان کې د افراطي وسله والو فعالیت او د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې یا داعش سره د منځنۍ اسیا د یو شمېر وګړو یوځای کېدل د ټولې سیمې امنیت ته جدي اندېښنه ګڼل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جشوا بکر نن له واشنګټنه ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جشوا بکر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جشوا بکر

"موږ فکر کوو چې ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان سره له دې چې تراوسه یې دا کارنه دی کړي، د تروریزم او داعش پرضد په مبارزه کې ستر رول لوبولائ شي."

د منځنۍ اسیا د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او جان کري تېر کال هم د ازبکستان په سمرقند ښار کې غونډه کړې وه.

دوی به همدا راز د هغو ۵ پراختیايي پروژو په اړه خبرې وکړي چې تېرکال يې په سمرقند کې پریکړه شوې وه.

جشوابکر زیاته کړه:

"موږ بارو نه لرو چې د منځنۍ اسیا هېوادونه له خپلو ټولو ګاونډیانو او امریکا سره ښه روابط لري، خو د اړیکو ژورتیا او لا پراختیا ته زیاته زمینه مساعده ده."

په واشنګټن کې تر دې غونډې وروسته به د امریکا د سوداګرۍ خونې په بلنه او د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په کوربتوب، د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د یو شمېر لویو امریکايي سوداګرو، د امریکا د سیاسي څېړنو د لویو مرکزونو له استازواو د سترو شرکتونوله مالکانو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG