د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

امریکا ولې ایران ته ۴۰۰ میلیونه ډالر ورکړي؟


وال سټریټ ژورنال لیکي چې واشنګتڼ په تېرې جنورې میاشتې کې د ایران او د لویدیځ ترمینځ د اټمی توافق د پلې کېدو د پيل او د څو امریکايي بندیانو د خوشې کېدو سره سمایران ته سلګونه ملیونه ډالر ورکړي دي.

خو ایراني رسنۍ وايي چې دغه پیسې د امریکايي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې ترلاسه شوي دي.

وال سټریت ژورنال د سې شبنې په ورځ د باخبره چارواکو په حواله ولیکل په داسې حال کې چې تهران په تېرې جنوري میاشتې کې څلور امریکايي بندیان خوشې کړل په عین وخت کې امریکا د څلور سوه ملیونو ډالرو معادل بهرنۍ پیسې ایران ته لېږلي دي.

د دې لپاره چې امریکا له ایران سره په ډالرو تعامل نه کوي په ځای یې یورو، سویسی فرانک او نور نقدي واحدونه د لرګیو په صندوقونو کې د یوې باروړونکې الوتکې په واسطه دغه هېواد ته استول شوي دي.

ورځپاڼه وايي چې دغه پیسې د سویس او هالنډ له مرکزي بانکونو ترلاسه شوي دي.

دغه پیسې د هغه یو اعشاریه اوه ملیارډو ډالرو د پور د لانجې لومړنی قسط وو چې واشنګټن او تهران یې حل ته سره رسېدلي وو.

اوه دیرش کاله پخوا د ایران وروستي پادشاه محمد رضا شاه د وسلو د پیرودلو لپاره امریکا ته څلورسوه ملیونه ډالر ورکړي وو خو وروسته له دې چې په ۱۹۷۹میلادي کال کې په ایران کې اسلامی انقلاب رامینځ ته شو تهران دغه وسله ترلاسه نه کړه.

د معاملې د ځنډ له امله یواعشاریه درې ملیارډه ډالر نورهم په اصلي پیسو وراضافه شوي دي.

د امریکا یو لوړ رتبه چارواکي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې د بندیانو خوشې کېدل د دغو پیسو د سپارلو سره هیڅ کوم ارتباط نه لري.

کله چې تهران امریکایي بندیان خوشې کړل په عین وخت کې یو شمېر ایراني یا ایراني الاصله بندیان امریکا هم خوشې کړي وو چې دا ظاهراً د دواړو هېوادونو ترمینځ د بندیانو تبادله وه.

خو د ایران تسنیم خبري آژانس د تېرې جون میاشتې په یوولسمه رپوټ ورکړ چې د څلورو امریکايانو خوشي کېدل او د مهرآباد په هوايي ډګر کې یې الوتکې ته د پرواز اجازه وروسته له دې ترسره شول چې ایراني چارواکي په سویس کې الوتکې د پیسو د صندوقونو د بارولو څخه ډاډمن شول.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي وايي:

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي

"څنګه مو چې په زغرده ویلي دي، د وسلو د لغوه شوې معاملې په اړه توافق ته د رسېدو خبرې د امریکايي بندیانو د خوشي کېدو د خبرو څخه په بشپړه توګه جلا وې."

ښاغلی کربي زیاتوي:

"نه یوازې داچې دغه خبرې سره جلاوې بلکې دوه جلا ټیمونو يې مسئولیت په غاړه درلوده."

XS
SM
MD
LG