د لاسرسي لېنکونه

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې تېره شپه د یاد ولایت په بېرمل او شکین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او کمین کې اته وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا د وژل شوېو وسله والو مړي د جګړې په ځای کې پاتې شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شوېو کسانو کې په شکین کې د وسله والو د یوې شپیته کسیزې ډلې قوماندان سوماګل چې د طالبانو په لیکو کې په انس مشهور وو هم شامل دی.

د پکتیکا د والي ویاند وايي چې تېره شپه د یاد ولایت د بېرمل ولسوالۍ د مده خېلو په سیمه کې د ملي اردو په عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور وسله وال په شکین کې د ملي اردو په یو کمین کې وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

نبي الله پیرخېل زیاتوي:

"تېره شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د مده خېلو په سیمه کې د ملي اردو د عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، همدا راز د شکین غر په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو د یو کمین په پایله کې پنځه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي، په وژل شوېو کې د شکین غر لپاره د طالبانو سیمه ییز قوماندان سوما ګل چې مشهور په انس باندې وو، دی د شمالي وزیرستان اوسیدونکی ده، هغه هم وژل شوی ده."

د پکتیکا د والي ویاند وړاندې وویل، چې شکین کې له وژل شویو کسانو ۴ میله کلاشینکوفونه، یو میل راکټ انداز او یو پیکپ موټر هم د دولتي ځواکونو لاس ته لویدلې او د وژل شویو وسلوالو مړي په سیمه کې پاتي دي.

د دغو دواړو پیښو په اړه تراوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG