د لاسرسي لېنکونه

راپورونه وايي، ازبکستان، قزاقستان او نورو زوراکو حکومتونو پرېکړه کړې ده چې د خپلو هېوادوالو کمپيوټرونه هک او هغوی تهديد کړي.

اسوشيېټډ پريس خبري اژانس راپور ورکوي، څېړونکو موندلې چې د دوزه زرمې لسيزې په لومړيو کې د وارينټ او نايس سيستم غوندي شرکتونو په ازبکستان او قزاقستان کې پر خفيه پولیسو ګڼ شمېر د څارنې لپاره کارېدونکي وسيلې پلورلي دي.

په تخنیکي برخه کې د ملاتړ لپاره ځيني اسرايلي تخنیک کاران د ازبکستان پلازمينې تاشقند ته څو ځلې تللي دي.

د دغه وسيلې په کارولو سره ازبک خفيه پوليس توانېدلي چې په چټکۍ سره د خلکو ځای معلوم کړي او هغوی ونيسي.

د اعتراض کوونکو په وينا دا هغه خلک وو چې د تليفون يا ايمېل له لارې به يې حساس معلومات شريکول.

په دغو کسانو کې يو ازبک بلاګ ليکونکی هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG