د لاسرسي لېنکونه

په قزاقستان کې د خبريالانو د اتحاديې مشر چې د دې هېواد د ملي خپرونو د ادارې مشر هم دی، له خپل زوی سره يو ځای محکمې ته وړاندي کېږي.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې سید قاضي ماتايېف او د ده زوی اسد نن محکمې ته وړاندي شول او دغې محکمې پرېکړه وکړه چې دوی به د اګست په درويشتمه بیا محکمې ته وړاندي کېږي.

محکمې پر ضمانت د دوی د خوشي کېدو غوښتنه رد کړه.

پولیسو په فبرورۍ مياشت کې ماتايېف او د ده زوی چې د قازتاګ خبري اژانس رییس دی، ونیول او وروسته یې په کور کې نظر بند کړل.

پر دوی د اداري فساد او ماليې نه ورکولو تور پوري شوی دی، دوی دواړو دا تورونه رد کړي، د بشري حقونو مدافع ادارې وايي چې دا قضیه سياسي انګېزه لري.

XS
SM
MD
LG