د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

چارواکي: ننګرهار کې د ګورګورې سيمه هم له داعشيانو پاکه شوه


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دوی ځواکونو د هسکې مينې ولسوالۍ نورې سیمې هم له داعشيآنو پاکې کړې.

په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د لومړی پلې لوا مطبوعاتي مسول ډګرمن شيرین اقا د چهار شنبې په ورځ په خبري ناسته کې وویل، افغان ګډو ځواکونو د هسکې مينې ولسوالۍ د ګورګورې او شابيو ساحه هم له داعشيانو پاکه کړه او لا هم د وسله والو پرضد يي عمليات روان دي.

ښاغلي شیرین اقا زیاته کړه:

"تاسې ته دومره اطمنان درکوم چې په هسکې مينې ولسوالۍ کې د داعش مهم مرکزونه چې د جلب جزب مرکز يې و او نور قرارګاوې د دوی وې هغه مو له منځه وړي او د ګورګورې، شابيو او تنګي ساحه مو له داعشيانو پاکه کړې ده."

د نوموړي په وینا د داعش پرضد د دویم پړاو عملياتو په جریان کې په ځمکنيو او هوايي بریدونو کې تر دې دمه ۱۶۳ تنه داعشيان وژل شوي او ۴۷ نور يي زخميان شوي.

دارنګه نوموړی زیاتوي چې په ورته وخت کې پر طالب وسله والو هم هوايي بریدونه جریان لري چې د تېرو درېیو ورځو په موده کې په خوګياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د هوايي بریدونو په پایله کې پنځلس تنه طالب وسله وال وژل شوي او څوارلس تنه نور زخميان شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو د وروستیو څرګندونو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG