د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

که "ټرمپ" مقام ته ورسیږي پر افغانستان به یې څه اغیز وي؟


که جمهوري پلوی نوماند ډونالډ ټرمپ په امریکا کې د جمهوري ریاست مقام ته ورسیږي نو په افغانستان به څه اغېز وکړي؟

د ډیپلومات مجله تر دغه عنوان لاندې لیکي چې احتمال لري نوموړی د افغانستان په هکله د واشنګټن په پالیسي کی لوی بدلون رامنځته کړي.

ډیپلوماټ مجله لیکي سره له دې چې افغان الاصله امریکايي عمر متین چې یوه میاشت مخکې یې د اورلانډو په یوه کلپ کې لسګونه کسان ووژل امریکايي و او په نیویارک کې لوی شوی و.

ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې عمرمتین د ده په وینا یو افغان زیږیدلی و او خپل وړاندیز یې چې وايي، امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ باید په مؤقته توګه مخنیوی وشي توجیه کړ.

عمرمتین
عمرمتین

ډیپلوماټ لیکي:

که ډونالد ټرمپ واک ته ورسیږي او کانګرس یې دا وړاندیز رد هم کړي بیا هم کیدای شي جمهوري ریاست ته د ټرمپ رسېدل د افغانستان په هکله د واشنګټن پالیسي کې ژور بدلون رامنځ ته کړي.

ډيپلوماټ مجله لیکي:

که د ښاغلي ټرمپ عامو څرګندونو او وړاندیزونو ته وکتل شي نو بریښي چې د افغانستان پالیسي به يې د دغه هېواد په لنډ مهالې ثباث او د ګاونډي هېواد پاکستان په څارنه ولاړه وي.

دغه کړن لاره د افغانستان په هکله د امریکا د اوسني حکومت د پالیسي څخه چې په افغانستان کې دولت جوړونه او د دولتي ادارو پیاوړتیا يې مهمې برخې دي ډېر توپیر لري.

بله دا چې د ډونالډ ټرمپ دا خبره چې ترهګري او ترورېزم افغانستان پورې تړلې ګڼي؛ کیدای شي د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې کړکیچنې او د امریکا د ترورېزم ضد عملیاتو څخه د افغان چارواکو ملاتړ کم کړي.

ډیپلوماټ مجله وړاندې لیکي:

په داسې حال کې چې ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د دوامدار پوځي حضور په هکله تر اوسه کومه غوڅه خبره نه ده کړې، په افغانستان کې یې د واشنګټن له خوا د دولت جوړونې د زیارونو تل مخالفت کړی دی.

ډونالډ ټرمپ دوه کاله مخکې غوښتنه کړې وه چې امریکایي عسکر باید له افغانستانه ستانه شي او په هغو میلیارډو ډالرو یې افسوس څرګند کړ چې وايي، په افغانستان کې ضایع شوي او کیدای شو د امریکا په رغونه کې ترې کار اخېستل شوی وای.

خو ښاغلي ټرمپ یو کال وروسته خپل دغه دریځ یو څه نرم کړ او په افغانستان کې یې د ۹۸۰۰ امریکايي عسکرو د پاته کیدو ملاتړ وکړ.

خو بیا يې هم ټینګار وکړ چې دغه عسکر باید په افغانستان کې د دولت جوړونې زیارونه ونه کړي او خپل ټول پام باید د حتمي ګواښونو لېرې کولو ته واړوي.

ډونالډ ټرمپ په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل د پاکستان د اټمي امکاناتو د څارنې لپاره اغېزناک دي.

ډیپلومات مجله وړاندې لیکي:

سره له دې چې ډونالډ ټرمپ د خپلې پالیسۍ تر ټولو نوېو وړاندیزونو کې وویل چې د افغانستان ارامي او ثبات او د طالبانو ماتولو ته ژمن دی خو کومې خبرې یې چې د انتخاباتي هلوځلو په جریان کې تر اوسه کړي بیا هم کیدای شي د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې کړکیچنې کړي.

ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۴میلادي کال کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په وړاندې د جمهور رئیس اوباما په نرم چال چلند سخت انتقاد کړی و او ویلي و چې حامد کرزي بارک اوباما ته د یوه کوچني په سترګه کتل.

ډیپلوماټ لیکي په دې چې ښاغلی ټرمپ ترورېزم افغاني ټولنې پورې تړي په افغانستان کې يې د ده په وړاندې حساسیتونه او دښمني راپارولې ده.

XS
SM
MD
LG