د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

ځدراڼ: پکتيا کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ‍۱۶ ټپيان دي


د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په دريو ولسواليو کې وسله والو طالبانو تېره شپه بريدونه پيل کړي وو چې د دوی په ځوابيه ډزو کې تر ۲۵ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر يې په محاصره کې دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تېره شپه درې بجې د جانخېلو او څمکنیو ولسوالۍ په ځينو پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي وو، خو د دوی په خبره ۲۵ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر جسدونه او زخميان ورپاتې شوي دي:

"د جګړې په ساحه کې د وسله والو دوه مړي راپاتې دي او يو زخمي يې موږ شفاخانې ته راوړ چې د کشفي ارګانونو او د خلکو د معلوماتو پر اساس چې ږيره يې مصنوعي وه او پاکستانی دی، هلته په شفاخانه کې دی، په مخامخ جګړه کې لږېدلی او نيول شوی دی، ۳۰ تنه نور په جانخېلو کې د وسله والو طالبانو محاصره دي او د وتلو لار نه لري او همدارنګه په ټولو ساحو کې په همغږي ډول زموږ ځواکونه عمليات کوي."

نوموړی زياتوي چې وسله والو طالبانو په مېرزکه کې هم د دوی په پوسته بريد کړی وو چې د دې ټولو بريدونو په پايله کې د ده په خبره د وسله والو طالبانو ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

دی دا هم وايي چې د دې پېښو په ترڅ کې د افغان ځواکونو درې تنه سرتېري ټپيان او شپږ وژل شوي دي چې د ټپيانو د تداوي لپاره يې په سيمه کې عاجل اقدامات کړي دي.

د دغو پېښو او ولسواليو بريدونو په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ليکلي چې دوی د څمکنيو او جانخېلو ولسوالۍ په مهمو پوستو بريدونه کړي او افغان پوليسو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې او مهمات يې ترې برمته کړي دي.

دا جګړې په داسې مهال پېښيږي چې دوه اوونۍ وړاندې هم وسله والو طالبانو هم مهاله په همدغو ولسواليو او ورڅېرمه دريو نورو ولسواليو بريدونه وکړ چې په پايله کې يې د ګردېز او پټان ترمنځ غځېدلې لويه لار هم د درې ورځو لپاره تړل شوې وه، خو د چارواکو په وينا په عملياتو کې وسله والو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه.

راپور: داوود تپان

XS
SM
MD
LG