د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د ورزش د قانون او مقرراتو له ترتیبولو وروسته د فدراسیونونو له رئیسانو سره جلسه جوړه وکړه.

د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې د ورځې په جلسه کې د وزرشي قوانینو په کړن لاره تاکید وشو.

نوموړي زیاته کړه، له دې څخه وروسته فدراسیونونه مکلف دي چې د ورزش له قانون سره سم ځانونه عیار کړي او کنه نو یو شمېر فدراسیونونو لغوه کیږي.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د ۱۳۹۵ کال د سرطان په ۲۷ د لومړي ځل لپاره د ورزش قانون او مقررات اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG