د لاسرسي لېنکونه

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یوې چاودنې له امله لس تنه ولسي وګړي ټپیان شول.

چاودنه نن چهارشنبې لس بجې د کونړ مرکز اړوند د بند برق سره نږدې په یوه دوکان کې شوې.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادي راډیو ته وویل:

"نن سهار لس بجې د عبدالغفار د دوکان مخې سره په یوه خلطه کې باروت اېښودل شوي و چې چاودنه يی کړې عبدالغفار سره اته تنه ټپیان شوي دي، دوی پخوانۍ دښمنې درلوده، اصلاً د شلتن ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د خدای شکر دی څوک په کې نه دی وژل شوی ،دچاودنې په تور یو تن نیول شوی چې اوسمهال ترې پوښتنې ګرویږنې روانې دي."

هغه وايي دخلکو او پولیسو په وسیله ټپیان روغتون ته رسول شوي او ډاکټرانو يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی.

د تېر لمریز کال په اخري میاشت کې په اسعداباد کې په یو قومي مشر او جهادي قوماندان حاجي خانجان ځانمرګی برید وشو چې په کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG