د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، سوداګر په هېواد کې د بیمې د منظم سیسټم له نه موجودیته شکایت لري.

د دغې خونې مطبوعاتي مسوول سیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل، هغه شرکتونه چې په کابل کې د نارت ګیټ په هوټل په حمله کې زیانمن شوي دولت ورسره د بیا جوړولو مرسته نه کوي.

ښاغلی پسرلی وایي، دغه شرکتونه شاوخوا دوه میلیونه ډالره زیانمن شوي دي.

ښاغلي پسرلي وایي، له دغې پېښه وروسته د یو شمېر تولیدي فابریکو فعالیتونه د برېښنا د پرچوی له امله په ټپه دریدلي دي.

XS
SM
MD
LG