د لاسرسي لېنکونه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه د کارپه شرایطو برابر کسان شته چې له نیمايي زیات یې مطلق بې کاره دي خو له سلو زرو زیات بهرني کارګر دلته په بېلابېلو برخو کې په کار مصروف دي.

دا چې ولې شرکتونه، کمپنۍ او یا هم ځیني کسان د افغاني کارګرانو په ځای بهرنیو ته لومړیتوب ورکوي همدا پوښتنه ازادي راډیو له یوه افغان خیاط روهین صادق څخه چې دا مهال پاکستاني کارګر ورسره کار کوي وکړه.

نوموړی وايي، د لازم ظرفیت نشتوالی، لوړ مزد، په اساسي توګه خپلو دندو ته نه وفاداري او د کار په مارکیټ کې په اسانۍ د بهرنیو کارګرانو موجودیت هغه عوامل دي چې دی یې هڅولې څو د افغاني کارګرانو پر ځای بهرنیو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي صادق زیاته کړه:

"هغوی کمې پیسې اخلي کار ورباندې زیات کوو شپه او ورځ دلته پراته دي بهرني او یا پاکستاني کارګران ځکه راوړو چې زموږ ګټه په کې ده نو کومه خبره نشته."

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه یا امکا وايي چې ډيری بهرني کارګران پاکستانیان، هندوان، نیپالیان او ترکان دي چې د ای ټي، ساختماني، د امنیتي کمپنیو سره د محافظت او په نورو مختلفو برخو کې په کار مصروف دي.

په افغانستان کې د بهرنیو کارګرانو موجودیت پر افغان کارګرانو د کار ساحه تنګه کړې

په افغانستان کې د بهرنیو کارګرانو موجودیت پر افغان کارګرانو د کار ساحه تنګه کړې

د دغه اتحادیې مسؤلین وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو کارګرانو موجودیت پر افغان کارګرانو د کار ساحه تنګه کړې او ورځ تر بلې دغه ساحه لا پسې تنګیږي.

د دغه اتحادیې مشر معروف قادري وايي، حکومت د افغاني کارګرانو د تشویق او ظرفیت لوړولو په برخه کې لازم توجه نه ده کړې.

ښاغلي قادري زیاتوي:

"دا مسؤلیت دولت ته ورګرځي له کلونو راپدیخوا په تکرار زموږ تقاضا دا وه چې په ټول افغانستان کې باید فني او حرفوي مرکزونه جوړ شي د مارکیټ ضرورت ته په کتو باید هلته افغان کارګران وروزل شي او د کار مارکیټ ته تقدیم شي، هیڅکله دا منطقي توجیه نه شي کیدای چې د کار استخدام کوونکي دا ووايي چې افغان کارګر ظرفیت نه لري او بیا په غیرې قانوني توګه بهرني کارګر چې مالیه هم نه ورکوي استخدام کړي او د قانون نقضول باید عدلي او قضايي ولري."

د بې کاره کسانو ډېره برخه چې ځوانان جوړوي په هېواد کې د ناامنۍ او د کاري زمینو د نه موجودیت له کبله یې اکثرو مجبوراً اروپايي هېوادونو ته د ښه ژوند په هدف مخه کړه.

د بې کاره کسانو ډېره برخه چې ځوانان جوړوي

د بې کاره کسانو ډېره برخه چې ځوانان جوړوي

د افغانستان د مرکزي بانک د معلوماتو په اساس له هېواده د دغو ځوانونو په وتلو د سترې بشري قوې ترڅنګ په لسګونو میلونو ډالره پیسې هم له افغانستانه ووتې چې دې موضوع یوه لویه اقتصادي تشه رامنځته کړه.

افغان کارګران هم په افغانستان کې د بهرنیو کارګرانو د موجودیت له کبله شکایت کوي.

یو تن کارګر وايي:

"موږ ته په خپل وطن کې د کار زمینه نه ده برابره ځکه چې دلته له پاکستان او ایران څخه خلک رازي کار کوي، غریب کاري کوي نو له دولته غواړو چې زموږ غم وخوري دلته موږ ته د کار زمینه برابره کړي دغه خلک پرینږدي چې زموږ هېواد ته راشي ."

افغان کارګران هم په افغانستان کې د بهرنیو کارګرانو د موجودیت له کبله شکایت کوي.

افغان کارګران هم په افغانستان کې د بهرنیو کارګرانو د موجودیت له کبله شکایت کوي.

دا چې ولې د افغان کارګرانو په موجودیت کې بهرني کارګر دلته په بېلابېلو برخو په کار مصروف دي او یا ولې اکثریت مطلق یې د کار له جواز پرته فعالیت کوي دا او دې ته ورته ځینې نورې پوښتنې ازادي راډیو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې په افغانستان د کار اړوند ټولې چارې سمبالوي مطرح کړې.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، که څه هم په هېواد کې دننه د ظرفیت د رامنځته کېدو له کبله ورځ تربلې د بهرنیو کارګرانو شمېر مخ پر کمېدو دی خو لا هم ۱۹ زره بهرني کارګر چې جواز لري او تقریباً سل زره له جواز پرته په افغانستان کې فعالیت کوي.

د دغه وزارت د بشري قواوو او د کار د تنیظم د برخې مشر خیر محمد نیرو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اوسنیو امکاناتو ته په کتو دوی نه شي کولای په افغانستان کې بهرني کارګر کنټرول کړي.

ښاغلي نیرو زیاته کړه:

"دا په ازاد بازار کې دی نو موږ نه شو کولای چې یو کس چې تعمیر جوړوي دوه خټګر او یا هم پنځه شاګردان یې له پاکستان او یا کوم بل ځایه راولي او کار پرې کوي، له بده مرغه دا ظرفیت نشته چې موږ ټول ځایونه کنټرول کړو، اصولاً باید داسې یو سیسټم موجود وي او اصولاً باید موږ دا ظرفیت ولرو چې ټول ځایونه کنټرول کړای شو اما په اوسني تشکیل او امکاناتو دا کار ډېر مشکل دی."

په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه پنځوسو ته نه رسیږي دا څنګه امکان لري چې د میلیونو افغانانو کاري ظرفیت لوړ شي.

افغان کارپوه محمد صدیق پتمن

افغان کارپوه محمد صدیق پتمن

افغان کارپوه محمد صدیق پتمن یې ځواب راکوي:

"دا موضوع داسې حلیږي چې د افغانستان معارف اصلاح شي، موږ باید په نهم صنف کې معارف په رشتو تقسیم کړو او پنځوس فیصده خپل شاګردان د ماهرو کارګرانو په توګه تربیه کړو څو د افغانستان، سیمې او ان د عربي هېوادونو لپاره ماهر کارګر ولیږو همدا اوس به تاسو بعضې اوازې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري اوریدلي وي چې افغانستان ماهر کارګر نه لري چې بهر ته یې واستوي."

په افغانستان کې تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړو د نورو زیانونو ترڅنګ لوی زیان د افغانستان بشري قواوو او هغو مرکزونو ته چې هېوادوالو ته یې د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابروله ورساوه.

له دې ټولو سره-سره د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه پنځه پنځوس زره کسان د حرفوي او فني زده کړو له بېلابېلو مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

په کابل کې د افغان کوریا د فني او روزنیز مرکز مسؤلین وايي، له دغه مرکز فارغ شوي تقربیاً اتیا سلنه کسان همدا اوس په بېلابېلو برخو کې په کار مصروف دي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وايي، ترهغې چې د افغان کارګرو ظرفیتونه لوړ نه شي او په دې برخه کې حکومت خپل مسؤلیتونه سرته ونه رسوي افغان کارګر هیڅکله د بهرنیو کارګرو ښه بدیل نه شي کیدای.

نوموړی وايي، افغانستان په نړۍ کې یوه له هغه محدودو هېوادونو څخه چې خورا زیاته بشري قوه لري خو دغه قوه پر لازم ظرفیت نه ده سمباله او که چېرته حکومت د دغې قوووې د ظرفیت او په کور دننه او بهر دوی ته د مناسبې کاري زمینې د برابرېدو په برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي لېرې به نه وي چې افغانستان د هند او ځینو نورو هېوادنو په څېر چې له خپلې بشري قوې خورا زیاته ګټه ترلاسه کوي وګرځي .

محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG