د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان حکومت وايي، د هغو ښوونځیو د شبکې د فعالیت په اړه به څېړنې وکړي چې د ترکیې حکومت یې د بندولو غوښتنه کړې ده.

ترکیې له پاکستانه د هغو ښوونځیو د بندولو غوښتنه کړې چې په امریکا کې میشت، ترک مذهبي شخصیت فتح الله ګولن یې مشري کوي.

انقرې پر فتح الله ګولن تور لګولی چې په دې هېواد کې د وروستۍ ناکامې کودتا پلان یې جوړ کړی و.

د پاکستان د حکومت د بهرني سیاست مشر سرتاج عزیز پرون سې شنبې په اسلام اباد کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اغلو سره وکتل خو د فتح الله ګولن د ښوونځیو د شبکې بندولو موافقه یې نه ده ورسره کړې.

چاوش اغلو وویل چې له سرتاج عزیز سره په خبرو کې یې هیله څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت به د فتح الله ګولن د ښوونځیو شبکه بنده کړي ځکه د هغه په وینا، ترکیې حکومت د فتح الله مذهبي حرکت او ډله تروریستي شبکه ګڼي.

فتح الله ګولن په ترکیه کې د جولای په ۱۵مه د ناکامې کودتا هڅه غندلې او په دې پېښه کې یې لاس درلودل رد کړي دی.

د فتح الله ګولن سازمان په پاکستان کې ۲۵ ښوونځي او کالجونه لري چې لږ تر لږه ۱۱ زره زده کونکي لري.

په دې ښوونځیو کې لږ تر لږه ۹۰۰ پاکستانیان کار کوي.

XS
SM
MD
LG